د چين خارجه وزارت د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ له ۱۷مې نېټې څخه د کاناډا او برېتانيا عادي پاسپورټ لرونکي کولی شي، چې له ويزې پرته دغه هېواد ته داخل شي.
د کاناډا او برېتانيا عادي پاسپورټ لرونکي له ويزې پرته په چين کې د سوداګرۍ، سيلانۍ او له ملګرو يا خپلوانو سره د ليدنې يا ترې د تېرېدو لپاره د ۳۰ ورځو لپاره پاتې کېدلی شي.
دغه تګلاره به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې باور ولري.


































