د فبرورۍ ۱۷مه نېټه په چين کې له تر ټولو مهم اختر— پسرلني اختر سره برابره ده.
د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې د شپې په اتو بجو پيل شوه.
دغه ننداره د سي جي ټي اېن د انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي په شمول د ۸۵ ژبو د تلويزيوني چينالونو او انترنېټي ډګرونو له لارې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو د کابو ۳۳۰۰ خبري رسنيو په همکارۍ نړيوالو کتونکو ته خپرېږي.



































