د چین پسرلني اختر ګامونه رانږدې شوي او د خوښې څپه به یې ډېر ژر پر سیمې خوره شي.
چين ميډيا ګروپ به د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې په شپه د پسرلني اختر په وياړ ماښامنۍ هنري ننداره (Spring Festival Gala) ترسره او په ژوندۍ بڼه به یې خپره کړي.
دا ننداره د نړۍ تر ټولو لویه کلنۍ کلتوري تلویزیوني ننداره ده، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې خلک د خپلو ټلوېزيونو پر سکرينونو کتلی او له هنري پروګرامونو يې خوند اخیستلی شي.
پسرلنی اختر د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان لخوا د بشر د غير مادي کلتوري ميراثونو په نوملړ کې هم شامل شوی دی.
دغه اختر يوازې د چینایانو د ګډو یادونو استازیتوب نه کوي، بلکې دا اوس د نړۍ يو شريک کلتوري جشن ګرځېدلی، چې ډېری خلک یې په مینه لمانځي.
چین میډیا ګروپ تاسو ته بلنه درکوي، چې د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره یې وګورئ.
هیله ده هر کال ښه روغتيا ولرئ او هره ورځ مو په خوشحالۍ تېره شي!



































