د چين ترانسپورټ وزارت په يوه اټکلي راپور کې ويلي، چې چينايانو د سږني پسرلني اختر د رخصتۍ په لومړۍ ورځ يعنې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه شاوخوا ۲۸۵.۹۲ ميليونه ځلې سفرونه کړي دي. دا شمېره د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله ۱۰.۵ سلنه زياتوالی ښيي.
په چين کې خلکو په همدې ورځ پر مختلفو لارو ۱۶۸.۷۵ ميليونه ځلې سفرونه کړي، چې دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰.۸ سلنه زياتوالی موندلی دی.
دغه راز په همدې ورځ په اورګاډيو کې د خلکو د سفرونو شمېر شاوخوا ۱۳.۹۵ ميليونه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۲ سلنه زياتوالی ښيي.



































