«چيو شه» مجلې د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه «د اوسنيو اقتصادي چارو مهمه دنده» خپره کړې ده.
شي جين پينګ په دغې ليکنې کې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه مرکزي اقتصادي کاري غونډې ته دده د وينا غورچاڼ وړاندې کړی دی.



































