د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې د شپې په اتو بجو په خوشحالۍ او نيکمرغۍ فضا کې ترسره شوه، چې ترې د دغه هېواد کلتوري ځانګړتياوې او وروستي علمي او تخنيکي نوښتونه ښکاره شوي دي.
د ابتدايي شمېرو له مخې، دغه ننداره د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې تر پايه شاوخوا ۶۷۷ ميليونو کتونکو ته رسيدلې او اړوندې ويډيوګانې يې په مختلفو اپليکېشنونو کې ۱۳.۵ ميليارډه ځلې خپرې شوې دي.
د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره د کابو ۴۰۰۰ بهرنيو خبري رسنيو لارې هم نړيوالو کتونکو ته وړاندې شوې، چې دا د تېر کال د ورته شمېرې په پرتله ۳۷.۹۵ سلنه زياتوالی ښيي.



































