څو ورځې دمخه په جرمني کې د مونيخ ۶۲مه امنيتي غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې اروپايي او امريکايي استازو د نړيوال نظم او د ترانس اتلانتيک اړيکو په باب تاوده بحثونه کړي دي. همدغسې حالت د سويس په داوس کې هم د نړيوال اقتصاد په کلنۍ غونډې کې، چې د روان کال په جنورۍ کې ترسره شوه، رامنځته شوی و.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازي د مونيخ د امنيتي غونډې په يوه سمينار کې د سولې کمېټې د پلان د يادونې په ترڅ کې د يادې غونډې په کلني راپور کې هغه قضاوت رد کړی، چې وايي نړيوال نظم د وېجاړېدو په حال کې دی او ويلي يې دي چې امريکا د سقوط په درشل کې نړۍ ژغورلې او اوس غواړي د جدي تدبيرونو له لارې په ملګرو ملتونو کې اصلاحات راولي.
د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي چارو د تګلارو لوړ پوړي استازي کلاس پر امريکا نیوکه کړې، چې دغه هېواد په خپل سر يو اړخيزې کړنې کوي او په ټينګار يې ويلي، چې نړيوال نظم باید د هېوادونو ترمنځ د مساواتو پر بنسټ جوړ شي. د دوی دغه خبرې د بحثونو په جريان کې پر شدېدي شخړې اوښتې دي.
اروپايي او امريکايی خبري رسنيو ويلي، چې اروپايي هېوادونه د امريکا له يوې اړخیزې بادارۍ څخه ناخوښ دي او د امريکا دغه دريځ نړیوال نظم ته زيانونه رسولي دي.
له دې غونډې نه مخکې، کوربه هېواد په خپل کلني راپور کې هم د امريکا د ويجاړونکي سياست پر زيانونو انتقادونه کړي او ويلي يې دي، چې امريکا تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته ويجاړونکې ګرځېدلې او بېلډوزري سياستونو يې نړيوال قوانین او څو اړخيز ميکانيزم کمزوری کړی دی.
درې اونۍ مخکې، د امريکا يو اړخيزتوب او بادارۍ د خپلو ملګرو پراخې نيوکې هم راپارولې دي.
د بلژيک صدراعظم ډاويف رسنيو ته ويلي، چې د ټرمپ حکومت له سرې کرښې څخه وتلی دی.
د کاناډا صدراعظم کاني بیا پر امريکا نيوکې کړي، چې تګلاره يې د نړيوالو اړيکو د پرېکون سبب ګرځېدلې ده.
د امريکا پر وړاندې ټولېزه بيداري
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په داوس فورم کې او مرستيال يې وانس تېر کال د مونيخ په امنيتي غونډې کې پر اروپا نیوکې کړې وې. که څه هم د امريکا بهرنيو چارو وزير روبيو د مونيخ امنيتي غونډې کې رويه بدله کړې وه، خو بیا هم د پوځي لګښت، اقليم او کډوالو په برخو کې يې د اروپا پر پاليسيو نيوکې کړې دي.
کارپوهان وايي، د روبيو په وينا کې ظاهرأ اروپا ته درناوی څرګند شوی، خو په ټوله کې د امريکا د غوره والي احساس پکې منعکس شوی دی.
د اروپايي ټولنې د کمېټې رئیسې وان دريون د روبيو وینا ډاډمنه بللې، خو په خبره یې، امريکا اوس هم د اروپا پر وړاندې سخته رويه لري او اروپايي هېوادونه باید خپلواکي ښکاره کړي.
د استونيا دفاع وزير پيفکور د روبيو وينا بې مانا بللې او په ټکو یې، اروپا په ارامۍ کې ژوند کوي.
د امريکا خبري رسنيو ويلي، چې د ټرمپ د حکومت پر له پسې فشارونو اروپا بېداره کړې او ښايي اروپايي هېوادونه داسې ځواک وګرځي، چې په راتلونکي کې به د امريکا کړنې ردوي.
نړۍ ثبات، ډاډ او رغنده والي ته لېواله ده
له داوس فورم څخه د مونيخ تر امنیتي غونډې پورې د ځنګلي قانون يا اصولو د اجرا کولو او د يو اړخيزم د پلي کولو په حال کې، بېلا بېل هېوادونه د ملي حاکميت پر مساواتو او د څو اړخيزم پر ساتلو ټينګار لري.
د جرمني صدراعظم چانسلر ميرز د مونيخ امنیتي غونډې ته ويلي، چې هېواد یې د ګمرکي مالياتو له زیاتولو او د ځاني سوداګرۍ ساتنې سره مخالفت او ازادې سوداګرۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي. نوموړي ويلي، جرمني د اقليمي بدلون تړون او د روغتيا له نړيوال سازمان څخه هم ټينګ ملاتړ کوي.
ميرز باور ښودلی، چې يوازې د يووالي له لارې نړيوالې ننګونې لرې کېدای شي.
د چين د ژن مين پوهنتون د نړيوالو اړيکو د پوهنځي پروفيسور وانګ يي ګوي پر دې اند دی، چې د مونیخ غونډې ګډونوالو پر زیانونو زیات تمرکز کړی او چين په دغې غونډې کې رغنده رول لوبولی دی.
نوموړی وايي، اروپايان پوی شوي، چې نړيوال نظم د سقوط په درشل کې دی، خو چين ډېر مخکې د متزلزلې نړۍ لپاره ثبات او ځواک برابر کړی دی.



































