د” چینايانو ته بدلول (Becoming Chinese)“ په اړه موضوعات په دې وروستيو کې په مجازي نړۍ کې ډېر لاس په لاس کېږي او د پسرلني اختر لمانځل او خوند ترې اخيستل د بهرنيانو لپاره د چين د کلتور د پېژندلو او احساسولو ښه لاره ګرځېدلې ده.
د سي جي ټي اېن د يوې سروې ۸۰ اعشاريه ۸ سلنه ګډونوالو د چين کلتور په نړۍ کې پراخ اغېز لرونکی بللی دی او هيله يې ښودلې، چې په دغه هېواد کې پسرلنی اختر ولمانځي.
د دغې سروې ۸۷ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو په چين کې د پسرلني اختر د لمانځنې هيله ښودلې ده، ۹۵ اعشاريه ۱ سلنه ګډونوالو يې د چين د پسرلني اختر په اړه د لا زياتو معلوماتو علاقه څرګنده کړې او ۷۸ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو يې پسرلنی اختر د چين د کلتور او د چينايانو د پېژندلو مهمه کړکۍ بللې ده.
سي جي ټي اېن دغه سروې پر خواله رسنيو په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۵۴ انټرنېټ کاروونکو پکې ګډون کړی او خپلې نظريې څرګندې کړې دي.



































