د ګڼو هېوادونو مشرانو او د نړیوالو سازمانونو مسئولینو د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جین پینګ ته پیغامونه لېږلي يا تليفون کړی او چينايانو ته یې د دوديز نوی اس کال پسرلني اختر مبارکي ویلې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چين دولت رئيس شي جین پینګ ته صمیمانه مبارکي وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې په تېر کال کې د روسيې او چين ترمنځ د نوې زمانې هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ښه پرمختګ کړی او مهمې لاسته راوړنې یې لرلې دي. تېر کال د دواړو هېوادونو سترو او ګډو پروژو ثابت پرمختګ کړې،وګړيو یې يو او بل هېواد ته پرته له وېزې تګ راتګ کړی او کلتوري فعالیتونه یې په بریالیتوب ترسره کړي او په روان ۲۰۲۶م کال کې به په ګډه د “روسي ـ چیني روزنيز کال” په نوم نوی فعالیت پیل کړي.
د برازیل، سویلي افریقا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، لاوس، کیوبا، کمبوډیا، پاکستان، نیپال، سریلانکا، ازبکستان، اذربایجان او د کانګو جمهوریت په ګډون د ګڼو هېوادونو مشرانو چین ته د سولې، ثبات او د خلکو د ښه ژوند هيله هم ښودلې ده. دوی له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ ستاینه کړې او چمتووالی یې ښودلی چې په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ لا ژورې کړي، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه ورسره په ګډه اباده کړي او تمه لري چې په روان کال کې د نړۍ د سولې او پرمختګ ته خوځنده ځواکبرابر شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېشهم د پسرلني اختر په مناسبت ویډیويي پیغام خپور کړی او د څو اړخیزتوب او د نړۍ د يووالي په چارو کې یې له چین څخه مننه څرګنده کړې ده. همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي مدير، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي او د نورو نړیوالو سازمانونو مشرانو هم رئیس شي جین پینګ ته د تليفون يا پيغامونو له لارې د اختر مبارکي ویلې او د چین د دوامدارې سوکالۍ او پرمختګ هیله یې څرګنده کړې ده.



































