د چین دولت رئیس شي جین پینګ د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د امريکا د ايوا ايالت ملګرو ته ځوابي پیغام او د پسرلني اختر د مبارکۍ کارت لېږلی دی.
شي جين پينګ په پیغام کې ويلي، چې هغه ۴۱ کاله وړاندې د امريکا ايوا ايالت ته سفر کړی و او د ملګرو تود هرکلي یې ښې خاطرې وربښلي او یادونه به یې تل وساتي.
نوموړي د چين او امريکا د اړيکو راتلونکی د دواړو هېوادونو په خلکو پسې تړلی بللی او ويلي يې دي، چې که نړيوال حالات هر څنګه بدلېږي، باید د دواړو هېوادونو د خلکو د اړيکو او همکارۍ غوښتنې بدلې نه شي او د چين او امريکا د ځوانانو ترمنځ دوستي او نظر تبادلې باید دوام ولري.
شي جين پينګ هيله څرګنده کړې، چې د ايوا ملګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسي دوستۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او د اړيکو په پرمختګ کې يې زياته ونډه واخلي.


































