د ډېرو بهرنيو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو د اس کال د رارسېدو په درشل کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پینګ ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
د کيوبا انقلابي مشر راول کاسټرو او د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس ډياز کانل رئیس شي جين پینګ ته په پيغامونو کې چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کړي او ويلي يې دي چې چين د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ډېر مهم رول لوبوي او کيوبا به له چين سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.
د نيپال ولسمشر پاوډل او د لنډمهاله حکومت لومړي وزير کارکي په پيغامونو کې چين او چيني ملت ته د دوامدار پرمختګ او سمسورتيا هيلې څرګندې کړې دي.
دوی په پيغامونو کې ويلي، د نيپال او چين ترمنځ اړيکې اوږد تاريخ لري او باور يې ښودلی، چې دواړه هېوادونه به د ګډو ګټو پر بنسټ لازياتې لاسته راوړنې ولري
د سريلانکا ولسمشر ډيسانايک په پيغام کې چين د باور وړ دوست بللی او له اوږدمهاله ټينګ ملاتړ څخه يې مننه کړې ده. نوموړي هيله ښودلې، چې چين په نوي کال کې ښې لاسته راوړنې ومومي او خلک يې نيکمرغه ژوند ولري.
د مالديف ولسمشر محمد معزو په پيغام کې ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له چين سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته ارزښت ورکوي. نوموړي تمه ښودلې، چې د مالدیف او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ لا پياوړې شي او ګډې موخې ته ورسېږي او د دې ترڅنګ د چين د ښه پرمختګ او سمسورتيا هيله يې هم څرګنده کړې ده.
د قرغيزستان ولسمشر صدر جپاروف په پيغام کې ويلي، چې د رئيس شي جين پینګ تر لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو اړيکې غوړېدلې دي او دوه اړخيزې همکارۍ يې بېلا بېلو کليدي برخو ته غځېدلې دي او په ټکو یې، همدا د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. نوموړي هيله ښودلې، چې چيني ملت په امن او سمسورتيا کې ژوند وکړي.
د ازبکستان ولسمشر ميرضيايف په خپل پيغام کې د چين دولت رئیس شي جين پينګ او چيني ملت ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي او تمه یې ښودلې، چې په روان نوي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او دودیزه دوستي نوره هم وغوړېږي. نوموړي ويلي، چې ازبکستان به له چين سره د هر اړخيزو همکاريو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي او لازيات اقتصادي ځواک به راوپاروي.
د اذربايجان ولسمشر الهام حیدر علي اف په خپل پيغام کې پسرلنی اختر د سولې او همغږۍ سمبول یاد کړی او باور يې ښودلی چې د دواړو هېوادونو اړيکې او عنعنوي دوستي به لا ټينګه او دوه اړخيزې همکارۍ به يې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ډېرې ګټې ورسوي. نوموړي هيله ښودلې، چې ملګری چيني ملت تل له دايمي سولې او سمسورتيا څخه برخمن شي.
د کانګو ولسمشر ساسو هم رئيس شي جين پینګ او چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې دي. نوموړي ويلي، ۲۰۲۶م کال د چين او افريقا د کلتوري تبادلې کال دی او د کلتوري تبادلو پياوړتيا يې د افريقا او چين د اړيکو د لا ټينګښت او د دواړو خواوو د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره ډېرې ګټورې او اړينې بللې دي.
د کينيا ولسمشر روټو د چين د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې چينايانو ته مبارکي ويلې او د چين د زياتې پرمختيا او سمسورتيا هيله يې څرګنده کړې ده. نوموړي هيله ښودلې، چې کينيا او چين د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په جريان کې نوې لاسته راوړنې ولري او ګډه موخه ترلاسه کړي.
د ګانا ولسمشر مهاما په خپل پيغام کې ويلي، چې د ګانا او چين اړيکو د رئيس شي جين پینګ د لارښوونې په رڼا کې څرګند پرمختګ موندلی دی. نوموړي ويلي، ګانا به له چين سره د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د نړۍ د سراسري جنوبي هېوادونو د پرمختګ او د خلکو د نيکمرغه ژوند د لټولو لپاره ګډې هڅې وکړي.



































