په چين کې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر په روانې رخصتۍ کې د فلمي ټکټونو پلورونکی ارزښت له ۱.۵ مليارډو يوانو څخه اوښتی او د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې د فلمي ټکټونو عمومي ارزښت يې ۴ ميليارډو يوانو ته رسېدلی دی.
په چين کې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر رخصتي د فبرورې په ۱۵مې نېټې پيل شوې چې تر ۲۳مې نېټې به دوام ولري. په دې موده کې د کوميډي، اکشن، کارتون او خيالي ټکنالوژۍ په شمول ډول ډول په زړه پورې فلمونه چيني نندارچيانو ته وړاندې شوې دي.



































