د چين جوړ انسان شکله روبوټونو يو ځل بيا د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې پر سټېج را ښکاره شوي او داسې ځانګړي حرکتونه یې ترسره کړي، چې د نړيوالو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
د روبوټونو دغه پروګرام پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی او په انټرنېټي نړۍ کې يې پراخه پاملرنه راجلب کړې ده.
نړيوالو رسنيو د سي جي ټي اېن (CGTN) اړوندې ویډیوګانې او مالومات بيا بیا خپاره کړي دي.
رویټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې چين د روبوټ ټکنالوژي او مصنوعي ځيرکتيا د خپل توليدي صنعت د پرمختګ مهم ځواک ګرځولی او نوره هم وده ورکوي.



































