د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره په خوشحالۍ او نيکمرغۍ فضا کې ترسره شوه او د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې د سهار تر اتو بجو پورې په ټول چين کې ۲۳.۰۶۳ ميليارډه ځلې خپره شوې، چې دا د تېر کال د ورته شمېرې په پرتله ۳۷.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
چين ميډيا ګروپ ياده ننداره په ۸۵ ژبو په ژوندۍ بڼې او هم د راپورتاژونو له لارې تر نړيوالو رسولې ده. له دې جملې څخه سي جي ټي اېن( د چين نړيوال ټلويزيون) د اړوندو راپورونو يا خبرونو د لوستلو اندازه ۲.۳۰۹ ميليارډو ځلو ته رسېدلې او وېډيوګانې يې ۸۴۳ ميليونه ځلې کتل شوې دي. دا دوه شمېرې په جلا جلا توګه د تېر کال د ورته شمېرو په پرتله ۳۲.۸۵ او ۴۳.۶۱ سلنه زياتوالی ښيي.
دغه راز د چين ميډيا ګروپ په همکارۍ د نړۍ کابو ۴۰۰۰ خبري ارګانونو په ژوندې بڼې ياده ماښامنۍ ننداره خپره کړې او يا یې هم پرې راپورونه او خبرونه جوړ او خپاره کړي دي، چې دا اندازه د تېر کال د ورته اندازې په پرتله ۳۷.۹۵ سلنه زياتوالی ښيي.



































