د ګڼو بهرنيو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو په دې وروستيو کې د پسرلني اختر په وياړ د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي او چيني ملت ته يې د پسرلني اختر مبارکي ويلې ده.
د سلواکيا ولسمشر پيټر پيليګريني په روان اس کال کې د سلواکيا او چين ترمنځ د اړيکو د دوامدار او سالم پرمختګ باور ښودلی او هيله يې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
د ايرلنډ ولسمشرې هالا توماسدوټير په خپل پيغام کې د چين خلکو ته د پسرلني اختر توده مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې او دواملرونکي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
د سيپروس، اسلاونيا، بلغارستان، ناورو، کيريباس، بوسنياهرزګوينا، کرواتيا، فنلنډ، انتيګوا او باربودا ، باهاما او دومينيک په شمول د ګڼو هېوادونو مشرانو، د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان عمومي مدير او د شانګهای همکارۍ سازمان سر منشي د پيغامونو له لارې چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په وېډيويي پيغام کې له چين او د چين له خلکو څخه مننه کړې، چې د څواړخيزم او د نړۍ د يووالي مهم ملاتړ يې کړی دی.



































