دوو چيني لوبغاړو «سو يي مېنګ او شو مېنګ تاو» د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د ميلان په ژمنيو اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.
د چین د دولتي شورا غړې شن يي چېن د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د دې هېواد د حکومت په استازيتوب د چين سپورټي پلاوي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شن يي چېن په پیغام کې د چين سپورټي پلاوي ته د ميلان د ژمنيو اولمپيک لوبو بېلا بېلو سیاليو کې د برياليتوب هيله ښودلې او دوی یې هڅولي، چې په يادو لوبو کې مډالونه وګټي او ښه سپورټي او روحي بڼه وښيي.



































