په چين کې د پسرلني اختر ۹ ورځنۍ رخصتي روانه ده او د چين په بازارونو کې د مصرف فعاله بڼه ښکاري.
د چين د سوداګرۍ وزارت ارقام ښيي، چې د رخصتۍ په لومړيو ۳ ورځو کې د دغه هېواد په ۷۸ مهمو سوداګريزو سړکونو د مشتريانو شمېر او د خرڅلاو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴ اعشاريه ۵ سلنه او ۴ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال له پيل څخه د فبرورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې په چين کې ۲۸ ميليونه او ۸۸۰ زرو مشتريانو د «زاړه پر نویو بدل کړئ» امتيازي تګلارې څخه ګټې اخيستې او د دې تګلارې په رڼا کې د توکو د خرڅلاو ارزښت ۱۹۸ ميلياردو او ۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.
د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو په خوشالۍ د شيانو اخيستلو په نوم ځانګړي فعاليتونه تر سره کړي او د ۲ ميلياردو او ۵۰ ميليونو يوانو په ارزښت د مصرفي ټکټونو او مرستو له لارې يې مشتريانو ته ګټې رسولې دي.



































