په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ د مې په ۲۰مې نېټې د امنيت شورا د اصلاحاتو لپاره د بین الحکومتي مذاکراتو په اړه د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسامبلې په دوېيمه غونډه کې وویل چې امنیت شورا باید د لویو او شتمنو هېوادونو کلب ونه ګرځي او اصلاحات يې باید یوازې د ګوتو په شمار هېوادونو په ګټه نه وي.
ده زياته کړه، چې هر هغه هېواد چې په امنیت شورا کې د خپلې سیمې استازیتوب کوي باید د دې سیمې د ګټو استازیتوب وکړي او بايد د سیمې د نورو هېوادونو څخه پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.
فو کانګ وویل چې په نننۍ نړۍ کې د څو قطبي کېدو بهير نه بدلیدونکی دی او د سراسري جنوب ډلې پراختيا مخنیوی نا ممکن دی. د بېلا بېلو خواوو عمومي اجماع دا ده چې موږ باید دغه تاریخي بهیر تعقیب کړو، د امنیت شورا د صلاحيت د تامينولو لپاره بايد رښتيني اقدامات وکړو، د امنیت شورا اړینو او معقولو اصلاحاتو ته بايد ترجیح ورکړو، څو د امنيت شورا پریکړې لا ډیموکراتیکې او اغیزمنې وي او په رښتينې توګه د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې منعکس کړي او د لازياتو هېوادونو رښتينی ګډون ډاډمن کړي.
فو څونګ زياته کړه: جاپان د خپلو تاریخي تيريګرو جنایتونو څخه نه دی پښېمانه شوی، په ښکاره له جنګ وروسته نړيوال نظام يېپايمالوي او د نورو هېوادونو په ملي حاکميت کې لاسوهنه غواړي او د سيمې سولې او ثبات ته نوي خطرونه پېښوي. داسې هېواد هېڅ حق نه لري، چې په امنيت شورا کې دايمي غړيتوب وغواړي.



































