د عامو خلکو له کورونو د شي جین پینګ د لیدنو کتاب دویم ټوک د چین د ښځو مطبعې لخوا چاپ شو.
د چین د کمونست ګوند د ۱۸م ملي کانګرس راهیسې، د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته د سفرونو په ترڅ کې د عامو وګړو د حال احوال پوښتنه کړې او د دوی د ژوند د پرمختګ لپاره يې ګڼ اقدامات غوره کړي. دغه کتاب له ۳۲ کورنیو سره د مرکې له لارې د عمومي منشي شي جين پينګ د ليدنو په اړه د زړه راښکونکې کیسې بیانوي.



































