د چين ترانسپورټ وزارت خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې خلکو د پسرلني اختر د څلوېښت ورځني سفر تر نيمايي پورې پنځه ميلیارډه او اتيا ميليونه ځلې تګ راتګ کړی دی.
د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر د څلوېښت ورځني سفر نيمه برخه د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې پوره شوې، چې په همدې مودې کې په چين کې پر ځمکنيو، سمندري او هوايي لارو د خلکو د تګ راتګ شمېر په جلا جلا توګه څلور ميلیارډه او ۷۵۵ ميليونه، ۲۵۸ ميليونه، ۱۹ ميلیونه او ۹۹۲ زره او ۴۷ ميليونه او ۵۱۶ زره ښودل شوی دی.



































