د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې کيم جونګ اون ته پيغام لېږلی او هغه ته یې د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د عمومي منشي د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلي ده.
نوموړي په ياد پيغام کې ويلي، چې د ډيموکراتيکې کوريا کارګرو ګوند د کيم جونګ اون په مشرۍ له خلکو سره په ګډه هڅې کړي او دوامدار برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې د ډيموکراتيکې کوريا ګوندونه او خلک د کارګرو ګوند تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد د سوسياليستي چارو نوې پاڼه پرانېزي.



































