د چین دولت رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې د بروني د ۴۲م ملي جشن په مناسبت د دې هېواد سلطان حاجي حسن البولکيه ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د چین او بروني دودیزې دوستانه اړیکې ډېرې ټینګې يادې کړي او په ټکو يې، ښاغلي حسن البولکيه تېر کال له چین څخه بريالۍ لیدنه کړې وه.
نوموړي ويلي، چې هغه له حسن البولکيه سره د چين او بروني د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو هوکړې کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټينګښت لپاره يې حیاتي ځواک برابر کړی دی.
شي جين پينګ زیاته کړې، چې هغه د چين او بروني د اړیکو ټینګښت ته ډېره پاملرنه کوي او له ښاغلي حسن البولکيه سره به یو ځای د دواړو هېوادونو هراړخیزې ستراتيژیکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د دواړو خواوو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په همدې ورځ خپل بروني سیال ایروان پیهن یوسف ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.



































