د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په سلواغې میاشت کې ۲ زره او ۹۱۸ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۵۲ مېرمنو په ګډون ۱۵۰۷ تنه افغانستان ته راغلي او د ۲۴ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۱۴۱۱ کسان بېرته تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۱۲۵ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی. د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.



































