د چين د سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې په دوو اعلاميو کې ويلي، چې د جاپان ۲۰ شرکتونه يې د صادراتو په تور لېست کې شامل کړي او په ورته وخت کې یې د جاپان نور ۲۰ شرکتونه د څار او پاملرنې په لېست کې هم شامل کړي دي.
د چین سوداګرۍ وزارت د يادو اعلاميو موخه د جاپان د بيا پوځيتوب او د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوی بللی او خپل تدبيرونه يې بشپړ مناسب، معقول او قانوني ياد کړي دي.
ياد وزارت ويلي، دغه بنديزونه يوازې د دوه ګټه لرونکو توکو په اړه پر کمو جاپاني شرکتونو لګول شوي دي.
د چين سوداګرۍ وزارت د جاپان ملکي شرکتونو ته ډاډ ورکړی، چې دغه بندیزونه به د چين او جاپان عادي سواګريزه راشه درشه ټکنۍ نه کړي او هم به پر دوی کوم اغېز ونه لري.


































