د وسلو د کمولو په چارو کې د چين استازي شن جيان د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې په ژنيو کې د وسلو د کمولو په اړه د مذاکراتو غونډې ته وينا کړې او د نړيوال امنيت او د پوځي تجهيراتو د کنټرول په اړه يې د چين دريځ څرګند کړی دی.
نوموړي ويلي، چين د ذروي ازموينو د هراړخيز منع تړون د اصولو او هدف ټينګ ملاتړکوونکی دی او د امريکا هغه تور یې بې اساسه بللی، چې ګواکې چين اټومي ازموينه کړې ده.
شن جيان ويلي، د امريکا له لوري پر چين د ذروي چاودنې تور حقيقت نه لري او دا یې د اټومي ازموينو د بيا پيل لپاره د امريکا يوه پلمه بللې ده.
شن جيان له امريکا څخه غوښتي، چې د ذروي ازموينو د بندولو په اړه د اټومي وسلو لرونکو ۵ هېوادونو پر شوې ژمنې ټينګار وکړي او د ذروي ازموينو د منع تړون په اړه دې د نړۍ توافق وساتي.



































