د چين لوبغاړو د المپيک د ۲۵مې دورې په ژمنيو لوبو کې د ۵ سرو زرو، ۴ سپينو زرو او ۶ برونزو مډالونو په شمول ۱۵ مډالونه ګټلي، چې دا په بهر کې د المپيک په ژمنيو لوبو کې د چين د سپورټي پلاوي تر ټولو ښه ريکاډ دی.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا د المپيک د ۲۵مې دورې په ژمنيو لوبو کې د چين سپورټي پلاوي ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
په دغه پيغام کې ليکل شوي، چې د چين لوبغاړو د المپيک د ۲۵مې دورې په ژمنيو لوبو کې د چيني ملت سپورټي روحيه، د بېجينګ د المپيک د ژمنيو لوبو روحيه او د المپيک روحيه خپاره کړې، د ټينګې مبارزې سلوک او غښتلی مهارت يې ښودلی، د نړۍ د نورو هېوادونو او سيمو له لوبغاړو سره يې سيالۍ او دوستانه تبادلې کړې دي او نړۍ ته يې د نوې زمانې د چين قوت، روحيه او ښه بڼه ښودلې ده.



































