په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې د اوکراين بحران په اړه د امنيت شورا په غونډه کې ويلي، چې د اوکراين پر بحران څلور کالونه تېر شوي او اوس یې وضعيت په کليدي مرحله کې دی او په خبره یې، نړيواله ټولنه دې هڅې وکړي او د دې بحران د حل لپاره دې د باور فضا رامنځته کړي.
نوموړي د اوکراين بحران د حل لپاره درې فقره ييز وړانديز کړی دی. لومړی، ښکېل لوري دې پر سياسي حل ټينګار ولري. دوهم، ګډ امنيت دې وساتي.درېیم، د بحران د منفي اغېزو د پراخېدو مخه دې ونیسي.
په دغې غونډې کې امريکايي استازي يو ځل بيا پر چين تور لګولی دی.
فو څونګ امريکايي استازي ته په ځواب کې ويلي، چې چين د اوکراين بحران جوړونکی نه دی او نه هم په دغه بحران پسې اړيکې لري او په وینا يې، د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند او دايمي دی او هر وخت يې د اوربند غوښتنه کړې او د سوله ييزو مذاکراتو لپاره يې هڅې کړې دي.
چين يو ځل بيا له امریکا څخه غوښتي، چې خپل مسئوليت دې پر بل هېواد نه اچوي او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې دې شخړې او جنګونه نه جوړوي.



































