د چين د رېلپټلۍ ملي ګروپ په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د روان کال د پسرلني اختر په نهه ورځنۍ رخصتۍ کې په دغه هېواد کې د مسافرو او توکو ليږد راليږد ښه تضمين شوی او په کمي او کيفي لحاظ پکې زياتوالی راغلی دی.
په خبرپاڼې کې د پسرلني اختر په رخصتۍ کې په ټول چين کې د اورګاډو د مسافرو شمېر ۱۲۱ ميليونه او د لېږدول شوو توکو وزن ۸۵۳۸ ټنه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د پسرلني اختر د ورته شمېرو په پرتله په جلا جلا توګه ٪ ۱۱.۵ او ٪ ۰.۵ زياتوالی ښيي او په رخصتۍ کې يې د خلکو د تګ راتګ او دغه راز د اقتصادي فعاليتونو په تضمين کې ډېره مرسته کړې ده.



































