د چين د مهاجرت ملي ادارې خبر ورکړی، چې د سرحدونو د تفتیش چارواکو د سږني پسرلني اختر د نهه ورځنۍ رخصتۍ په موده کې په ټول هېواد کې د ۱۷.۷۹۶ ميلیونو چیني او بهرنیو اتباعو، چې دغه هېواد ته ننوتل او یا ترې تلل، اسنادونه کتلي دي.
شمېرې ښيي، د پسرلني اختر په رخصتۍ کې هره ورځ ۱.۹۷۷ میلیونه تنه چين ته داخل شوي او يا له دغه هېواده بهر ته تللي دي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۱۰.۱ زیاتوالی ښيي.
په ياد شمېر کې ۱.۳۱۳ ميليونه بهرنيان ښودل شوي، چې دا شمېر بیا د تېر کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۲۱.۸ زياتوالی ښيي.
چين ته له ننوتونکو بهرنیانو څخه ۴۶۰ زرو يې له ویزې پرته سفري پاليسۍ څخه ګټه پورته کړې ده، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۲۸.۵ زياتوالی ښيي.



































