د جرمني صدراعظم فیدرېش میرز د فبرورۍ د ۲۵مې نېټې په سهار بېجینګ ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې دوه ورځنۍ لیدنه پيل کړې ده.
دا د جرمني د صدراعظم په توګه د میرز د ماموريت له پيل وروسته چين ته د نوموړي لومړی سفر دی. هغه به د دې سفر په جریان کې د چين له دولت رئیس شي جین پینګ سره وګوري او د دغه هېواد له صدراعظم لي چيانګ سره به خبرې وکړي او د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه به ورسره نظرونه تبادله کړي.
له میرز سره مل پلاوي کې د موټرو، کيمياوي صنعت، بيوميډيسین او بيا کارېدونکي اقتصاد په شمول د جرمني د غوره سکټورونو د څه باندې ۳۰ مخکښو تصديو لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې وروستیو کې رسنيو ته ویلي، هېواد يې لېواله دی چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او باور او عملي همکارۍ په زياتولو کې مرسته وکړي.



































