شينهوا خپرندویې ټولنې په دې وروستيو کې په چينايي او انګليسي ژبو د « د شي جين پینګ په رهبرۍ د چين حکومتولي» کتاب لومړی ټوک خپور کړی دی.
د دغه کتاب لومړی ټوک د چين د شينهوا خبري اژانس له لوري ليکل شوی، چې پکې د دې خبري اژانس ۲۶ اوږده راپورونه او د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پينګ ۴۱ انځورونه چاپ او خپاره شوي دي.
دغو راپورونو او انځورونو د شي جين پينګ تر فوق العاده لارښوونې لاندې د چين د بيا سمسورتيا بهير انځور کړی، چې په نوې زمانې کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د نوموړي د افکارو د ځواک او عملي پایلو ښکارندويي کوي.
د نړيوالې حکومتولۍ سمينار او د ياد کتاب د لومړي ټوک د انګليسي نسخې د خپرولو مراسم د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې د سویس په جنيوا ښار کې ترسره شول.
د مراسمو ګډونوالو په نوې زمانې کې د چين د ادارې هڅې او تجربې ستايلي او ارادې يې ښودلي، چې له دغه هېواد سره به د نړيوالې ادارې په برخه کې همکارۍ او نظر تبادلې نورې هم ژورې کړي.



































