عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د دغه وزارت تخنیکي ډلې د اروپایي ټولنې له استازو سره د افغانستان د روغتیا سکټور پر لومړیتوبونو او روانو همکاریو خبرې کړې دي. د دغه وزارت ویلي؛ اروپايي ټولنې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د ۱۷۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه هم کړې ده. روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اروپایي ټولنې دغه مرسته به د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو پراختیايي بودجې او له ۶۰ تر ۷۰ مېلیون ډالرو بشري مرستو په برخه کې وي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه خواوو د روغتیا سکټور په همکارۍ او د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په اړه هم بحث کړی دی.



































