د لغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند په سنګتوډې سیمه کې د «یو این ډي پي» له لوري د ۶ میلیونه افغانیو په لکښت د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې دغه کانال ۷۰۰ متره اوږدوالی ۲.۵ متره سور او ۱.۶ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.



































