د اسیا د معلولینو د پنځم پړاو لوبې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د جاپان په ناگویا ښار کې پای ته رسېدلې.
په دې دورې لوبو کې د چین ورزشي پلاوي په ټولیز ډول ۲۰۷ سره زر، ۱۱۷ سپین زر او ۱۱۱ برونز مډالونه ترلاسه کړي او د دې سیالیو د سرو زرو د مډالونو په جدول او همدارنګه د ټولو مډالونو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړی.
دا پنځم پرله پسې ځل دی، چې چین د آسیا د معلولینو د لوبو د سرو زرو د مډالونو په جدول او د ټولو مډالونو په جدول کې لومړی ځای نیسي او د بهر په لوبو کې یې تر ټولو ښه پایله ثبت کړې ده.































