د نوې انرژۍ موټر په دې وروستيو کلونو کې د استعمال د ټيټې بيې، چاپېريال ساتنې ته د ګټو او د ځيرکې ټېکنالوژۍ د سمبالېدو له امله په چيني بازار کې ډېر مروج شوي دي.
په ۲۰۲۵م کال کې په چين کې د نوې انرژۍ موټرو شمېر د ټولو موټرو ۱۲ سلنه نيولې او وړاندوينه کېږي، چې دغه شمېر به په ۲۰۲۶م کال کې ۱۵ سلنې ته ورسېږي.
په چين کې په تېرو وختونو کې اوږد مزل او په لرو سيمو کې د بېټريو د چارج د تجهيزاتو کمښت د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو لپاره لويې ستونزې وې، خو اوس په دغه هېواد کې د بېټريو د چارج د اساسي تاسيساتو شبکه بشپړه شوې او يادې ستونزې له منځه وړل شوې دي.
شمېرې ښيي، چين په نړۍ کې د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو د بېټريو چارج تر ټولو لويه شبکه جوړه کړې، په کور دننه یې د لويو لارو په ۹۸ سلنو خدمتي سټېشنونو کې د بېټريو د چارج تجهيزات ځای پر ځای کړي؛ په ۱۹ ولايتونو کې يې دا موخه پوره کړې، چې په هر کلي کې د بېټريو د چارج تجهيزات ځای پر ځای کړي او د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر تر پايه یې د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو د بېټريو د چارج تجهیزاتو شمېر ۲۰ ميليونو او ۹۲ زرو ته رسېدلی و.
چين په ۲۰۰۶م کال کې د بېټريو د چارج لومړی سټېشن جوړ کړ او په ۱۳ کالونو کې یعنې د ۲۰۱۹م کال تر جون پورې يې د بېټريو د چارجي تجهيزاتو شمېر يو ميليون ته ورساوه او بیا یې په ۵ کالونو کې دغه شمېر له یو ميليونو تر لسو ميليونو پورته کړ او وروسته یې يوازې په ۱۸ مياشتو کې دغه شمېر له لسو ميليونو څخه تر ۲۰ ميليونو پورې ورساوه.
د بېټريو د چارجي تجهيزاتو زیاتوالی د چيني شکله عصريتوب د غوره والي ښکارندويي کوي. د چين بېلا بېلو وزارتونو د دې شبکې د جوړولو لپاره ګډ پلان جوړ کړی او د بېټريو د چارجي تجهيزاتو او د انرژۍ ساتنې او نورو برخو کې يې ګډې هڅې کړې دي.
د چين مهمې او لويې پروژې د بېلا بېلو خواوو په همغږۍ پرمختګ موندلی شي.
چين د بېټريو د چارجي تجهيزاتو د اپګرېډ په بهير کې د پيمانې پراخېدو او د موثريت لوړېدو ته پاملرنه کړې او د بېټريو د چارج شبکې د جوړېدو په بهير کې يې نه يوازې د ښارونو شبکه اپګرېډ کړې، بلکې د کليوالو سيمو شبکه يې هم جوړه کړې ده. په یادو بهيرونو کې د چين د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو صنعت پرمختګ موندلی او خلکو یې ترې ښه ګټه اخيستې ده.
په چين کې ډېرو خلکو د سږني پسرلني اختر په درشل کې د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو له لارې سفرونه کړي دي.
د چين ټرانسپورټ وزارت په همدې مودې کې د يو شمېر تدبيرونو په نيولو سره د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو لپاره اسانتياوې برابرې کړې وې. د مثال په توګه، د بېټريو د چارج ګرځنده تجهيزات يې اضافي کړي وو او د چارج وخت يې کم او د اپليکېشن له لارې یې خلکو ته د چارج دتجهيزاتو معلومات وړاندې کړي وو.
په چين کې دغه پراخه شبکه نه یوازې د چينايانو لپاره اسانتياوې برابرې کړي، بلکې د زرغون پرمختګ په برخه کې يې نړۍ ته د يو ښه راتلونکي زیری هم ورکړی دی.



































