د جرمني صدراعظم فیدریش میرز د فبرورۍ په ۲۵ مې نېټې چین ته په رسمي سفر تللی دی. دا د فرانسې، ایرلینډ، فنلینډ او برېتانيې له مشرانو وروسته د اروپا پنځم مشر دی، چې په درېیو میاشتو کې له چین څخه لیدنه کوي.
د سي جي ټي اېن (CGTN) د نظرپوښتنې ٪ ۸۳.۹ ګډونوال پدې باور دي، چې له چین سره د اروپا همکارۍ د نړیوال وضعیت له ناڅرګندتیاوو سره مقابله کې مرسته کولی شي.
په وروستیو کلونو کې د چین او جرمني کلنۍ سوداګري له ۲۰۰ ميلیارډو ډالرو څخه پورته شوې او دوه اړخیزه پانګونه يې له ۶۵ ميلیارډو ډالرو څخه زیاته شوې ده، چې دا دواړه شمېرې د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې نږدې يوه پر څلورمه جوړوي.
تېر کال د چین او جرمني ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۲۵۱.۸ ميلیارډو یورو ته رسیدلې وه، چې د وړم کال په پرتله ۲.۱٪ زیاتوالی ښيي او په دې سره چین د جرمني تر ټولو لوی سوداګریز همکار ګرځېدلی دی.
د نظرپوښتنې ۹۰.۲٪ ګډونوال پر دې باور دي، چې د چین لوی بازار د جرمني د تصديو لپاره مهم فرصتونه برابر کړي دي.
د نظر پوښتنې ۸۳.۶٪ ګډونوال بيا پر دې نظر دي، چې د چین او جرمني ترمنځ باثباته او سالمې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره تړاو لري، بلکې د چین او اروپا ترمنځ د ټولنيزو همکاريو لپاره هم لارښوونکی او مثالي رول لوبوي.
د نظرپوښتنې ۶۸.۹٪ ګډونوالو چين او جرمني سيالان نه، بلکې همکاران بللي او پر دې اند دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ تر سيالۍ غوره دي او اجماع يې تر توپیرونو ډېرې ګټې لري.
دغه نظرپوښتنه د سي جي ټي اېن پر انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي پلیټ فارمونو خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹۹۰ انټرنېټ کاروونکو پکې ګډون کړی او خپل نظرونه يې څرګند کړي دي.



































