د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او مرستیال صدراعظم هه لي فنګ د فبرورۍ د ۲۵مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د جرمني له اقتصادي پلاوي سره لیدلي دي.
دغه پلاوی له جرمني صدراعظم فريدریش میرز سره په مل پلاوي کې چین ته تللی دی.
هه لي فنګ له ياد پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چین او جرمني یو د بل مهم اقتصادي او سوداګریز همکاران ياد کړي او ويلي يې دي، چين د لوړې سویې ورخلاصون او باکیفیته پرمختګ هڅوي او له جرمني سره به د اقتصاد او سوداګرۍ د همکاريو لپاره پراخه فضا او ګټور فرصتونه برابر کړي.
نوموړي د جرمني تصديو هرکلی کړی، چې په چین کې پانګونې او د دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګریزې همکاريو کې فعال ګډون وکړي.
د جرمني په اقتصادي پلاوي کې د اړوندو تصدیو مسئولينو د چین د اقتصادي پرمختګ پر راتلونکي پوره باور څرګند کړی او هیله یې ښودلې، چې په دغه هېواد کې به ډېرې پانګونې وکړي او د چیني شکله عصري کېدو په جریان کې به له ګټورو فرصتونو څخه ګټې واخلي.



































