د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې د عمومي منشي شي جین پينګ په مشرۍ غونډه ترسره کړې ده.
د غونډې ګډونوالو د هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان پر مسودې او د حکومت پر کاري راپور بحثونه کړي دي.
ګډونوالو ويلي، د چين حکومت په تېرو ۵ کلونو کې د چینایانو په ګډو هڅو او کوښښونو سره د څوارلسم پنځه کلن پلان عمده موخې عملي کړي، چې په دې سره د هېواد اقتصادي، تخنیکي او عمومي دولتي توان لوړې سویې ته رسېدلی دی.
د پنځلسم پنځه کلن پلان د تطبیق موده د چین د سوسیالیزم د عصريتوب د بنسټ کلکېدو او د دې جریان د پرمختګ کلیدي موده ده، چې د ټولو چارو لپاره ستر اهمیت لري.


































