د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې په یوه خبري ناسته کې د ایران د وضعیت په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې هېواد يې د ایران وضعیت له نږدې څاري او د دغه هېواد د اټومي مسئلې د حل لپاره یې تل دا وړانديز کړی، چې ښکېل لوري دې سیاسي او ډيپلوماټيکې لارې غوره کړي.
نوموړې ويلي، چین په نړیوالو اړیکو کې له نظامي چلند او ګواښ سره مخالفت کوي او په خبره یې، د چین او ایران خلک دودیزې دوستانه اړیکې لري او هېواد یې د ثبات او قانوني حقونو د ساتلو لپاره د ايران د حکومت او خلکو له هڅو څخه ملاتړ کوي.
مېرمن ماو نینګ هيله ښودلې، چې ښکیلې خواوې سولې ته په درنه سترګه وګوري، سړه سینه وساتي او د خبرو له لارې اختلافات لرې کړي. چین به په دې برخه کې د مسئولانه رویې لرونکي هېواد په توګه خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.



































