د چين د ۱۴مې دورې ملي ولسي کانګرېس ۴مه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې دورې ملي کمېټې ۴مه غونډه به په جلا جلا توګه د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۵مه او ۴مه نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شي.
د دغو دوو غونډو مطبوعاتي مرکز د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه رسماً پرانیستل شو ی دی.
د مالوماتو له مخې، تراوسه څه باندې درېو زرو چيني او بهرنيو خبريالانو د دغو غونډو د خبري پوښښ لپاره نومونه ثبت کړي، چې په دې جمله کې شاوخوا دوه زره تنه د چين د لويې برخې خبريالان او کابو زر تنه د چين د هانکانګ، مکاو او تايوان او د بهرنيو هېوادونو خبريالان دي.



































