د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې ۲۱مه غونډه د فبرورۍ د ۲۶مې نېټې په ماسپښین په پلازمېنې بېجینګ کې پای ته ورسېده.
په غونډې کې د رايګيرۍ له لارې د بېړنيو پېښو د ادارې وزير وانګ شيانګ شي له دندې د ګوښه کېدو پرېکړه شوې او دغه پرېکړه د دغه هېواد د دولت رئیس شي جین پینګ د ۶۹م فرمان په لاسلیک نافذه شوې ده.
په غونډې کې د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې د کاري راپور مسوده تصویب شوې او رئیسه غونډې یې د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې مشر جاو له جي ته دنده سپارلې، چې د دایمي کمېټې په استازیتوب د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړي.
په غونډې کې د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۴مې غونډې د اجنډا مسوده او د رئیسه پلاوي او د سرمنشي د لېست مسوده هم تصویب شوې او د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۴مې غونډې د چمتووالي غونډې ته یې د بحث لپاره سپارلې دي.
د غونډې ګډونوالو د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۴مې غونډې د ګډون کوونکو لېست ته هم رایه ورکړې او تصویب کړی یې دی.



































