د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ترویج ټولنې له ۲۰۱۶م کال څخه په مسلسلو سلو کلونو کې د چین د سوداګریز چاپېریال په اړه سروې ترسره کړې او اړوند کلنی راپور يې خپور کړی دی.
نوموړې ټولنې د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په یوه خبري ناسته کې (( د ۲۰۲۵م کال د چین د سوداګریز چاپېریال څېړنيز راپور )) خپور کړی.
دغه راپور ښیي چې د سروې ګډونوالو تصديو د چین د سوداګریز چاپېریال په ارزونه کې ۴.۳۹ نمره ورکړې (بشپړه نمره يې ۵ ده) ، چې دغه نمره له تېرو دوو کلونو راهيسې لوړه شوې ده. د سروې ۹۰٪ تصديو ويلي، چې د چين په سوداګريز چاپېريال راضي دي او لا به وځلېږي.



































