سي جي ټي اېن د چین او سیشل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کلیزې په درشل کې له ولسمشر هرمینیر سره مرکه وکړه
ولسمشر هرمینیر سي جي ټي اېن ته وویل، چې چین د هېواد د ابادولو، د ظرفيت لوړولو او د پرسونل روزلو په شمول ډېرو برخو کې له سیشل سره ډېره مرسته کړې او هېواد يې د دې په پار له چين څخه ډېره مننه کوي.
هرمینیر د چین د پراختیایي لاسته راوړنو څخه خپله خوښي څرګنده کړه. هغه وویل، “د هغو هېوادونو په منځ کې چې ما لیدنه کړې، چین د ساینس او ټیکنالوژۍ، ډیجیټل پرمختګ او ډیجیټل انقلاب کې ډېر مخکې شوی دی.”
هرمینیر د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره او څلور نور نړيوال وړانديزونه چې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ له لوري وړاندې شوي، وستايل او ويې ويل، “زه له دې سره ډېر موافق یم، ځکه چې دا وړانديزونه د ټکر پرځای همکارۍ، د بېلتون پرځای یووالی او د صفر مجموعې لوبو پرځای متقابلې ګټې هڅوي.”



































