د چين د احصائيې ملي ادارې د فبرورۍ په ۲۸ مې نېټې د ۲۰۲۵م کال لپاره د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ اړوند شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد کورنی ناخالص تولید ۱۴۰ ټريليونه، ۱۸۷ ميليارده او ۹۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د ۲۰۲۴م کال د همدې شمېر په پرتله ٪ ۵ زیات شوی دی.
په تېر ۲۰۲۵م کال کې د چين د هر وګړي کورنی ناخالص توليد ۹۹ زره او ۵۵۶ يوانه ښودل شوی چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ٪ ۵.۱ زیاتوالی ښيي. عمومي ملي عايدات يې ۱۳۹ ټريليونه ۳۷۰ ميليارده يوانه ښودل شوی چې د تېر کال په پرتله ٪ ۵.۱ زیات دی.



































