د ملګرو ملتونو د جنيوا دفتر او په سویس کې د نورو نړیوالو سازمانونو لپاره د چین دایمي پلاوي د فبرورۍ په ۲۷مه نیټه په جنيوا کې “د نړیوالې حکومتولۍ د ملګرو ګروپ” د فعالېدو غونډه ترسره کړه. په دغه غونډه کې د ياد ګروپ د ۴۲ بنسټ ایښودونکو غړو هېوادونو په ګډون د نږدې ۶۰ هیوادونو استازو ګډون کړی و. د ملګرو ملتونو د جنيوا دفتر او په سویس کې د نورو نړیوالو سازمانونو لپاره د چین استازي جيا ګوی ده پدې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
ښاغلي جيا ګوی ده په خپله وينا کې وويل، چين د پيچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې د نړيوالې حکومتولۍ نوښتګر وړانديز مطرح کړی او پنځه اساسي نظريې يې وړاندې کړې دي: په مساوي توګه د حاکمیت ساتل، د نړیوالو قوانینو حاکمیت ته غاړه ایښودل، د څو اړخیزم عملي کول، د خلک محوره پرمختيايي لارې غوره کول او په ژمنو عمل کول. دغه وړانديز هغو پوښتنو ته چيني پلانونه برابر کړي دي چې خلک دې د نړيوالې حکومتولۍ لپاره څه ډول سیسټم جوړ کړي؟ او څنګه نړیواله حکومتولي اصلاح او ښه کولی شي؟
په ياده غونډه کې د کيوبا، قزاقستان، پاکستان، فلسطين، وينزويلا، زامبيا استازو د ياد ګروپ د غړو په استازيتوب ويناوې وکړې او د چين ياد وړاندیز يې تائيد کړی او په نړيوالې حکومتولۍ کې يې د چين لارښوونکی رول ستايلی دی.



































