د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمیټې د دایمي کمیسيون پنځلسمه غونډه د مارچ په لومړۍ نېټه ترسره شوې او پریکړه پکې نيول شوې، چې د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمیټې څلورمه غونډه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ په څلورمه نیټه په پلازمېنه بیجینګ کې پيل شي او د غونډې ګډونوال به يې د ياد دایمي کمېسيون کاري راپور او د يادې ملي ې له درېیمې غونډې راهیسې د وړانديزونو په اړه کاري راپور واوري او وڅېړي، بيا به د دغه هېواد د ۱۴ مې دورې ملي ولسي کانګرس په څلورمه غونډه کې حاضر وي او د حکومت کاري راپور او نور راپورونه به واوري او په اړه به يې بحثونه وکړي، دغه راز د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵ پنځه کلن پلان پر مسودې به هم بحثونه وکړي.



































