په چين کې په دې وروستيو کې « د شي جين پينګ په مشرۍ د بېوزلۍ د مخنيوي بریالۍ مبارزه» کتاب چاپ او خپور شوی دی.
د بېوزلۍ له منځه وړل په نړۍ کې ډېر ستونزمن کار بلل کېږي. د چين کمونېست ګوند نوې زمانې ته له ننوتنې وروسته د شدیدې بېوزلۍ د مخنيوي دنده بشپړه کړې ده.
په نوموړي کتاب کې د نمونوي چارو او وګړو کيسې خوندي شوي او پکې د متجاربو کسانو نظرونه او د شي جين پينګ په مرکزيت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په مشرۍ له شدیدې بېوزلۍ څخه د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو د وتلو تاريخي تصوير وړاندې شوی او هم پکې د دغه بهير د پام وړ لاسته راوړنې او ټينګه روحيه ښودل شوې ده.


































