د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مارچ په لومړۍ نېټې په يوې خبري ناستې کې د ایران د مذهبي رهبر خامنه يي د وژل کېدو په اړه د امریکا او اسرائیل عمل د ایران پر حاکمیت او امنیت سخت تیری بللی او د دوی دغه کړنه یې په کلکه غندلې او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو او نړیوالو اړیکو سره يې په ټکر کې بللې ده.
چين د امريکا او اسرائيل له ياد عمل سره کلک مخالفت ښودلی او د شخړې له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې نظامي عملیات پای ته ورسوي، د سیمې وضعیت له نورې ترینګلتیا څخه ډډه وکړي او په ګډه دې د منځني ختیځ او نړۍ سوله او ثبات وساتي.



































