د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ۱۴۰۵ کال د هرکلي په مناسبت؛ ‘د نیالګي کېنول، صدقه جاريه ده’ تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پيل کړ. ټاکل شوې، چې د دغه کمپاين په بهير کې، شاوخوا ۱۹ ميليونه چې زياته برخه يې زينتي نيالګي دي؛ په ټول هېواد کې کېنول شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ا.ا له بيا واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې، د هېواد د سمسورتیا په موخه د هېواد په کچه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي دي.



































