په چين کې « د شي جين پينګ د اقتصادي مفکورو د زده کړې او سوال او ځواب» کتاب د مارچ په ۳مې نېټې خپور او د لوستونکو تر لاسونو ورسېده.
دغه کتاب کې په نوې زمانې کې د اقتصادي سمسورتيا په جریان کې پر ستونزو تمرکز شوی، د خلکو د پاملرنې وړ مسئلو ته پکې ځوابونه ویل شوي او د سوال او ځواب په بڼه د شي جين پينګ د اقتصادي مفکورو ستر اهمیت، علمي لړۍ او کلیدي او مهم محتویات پکې بیان شوي دي.
په دغه کتاب کې د اقتصادي چارو په هکله د ۱۴ برخو ۵۰ مسئلې هم یادې شوې دي.


































